امنیت

لويې څارنوالۍ دبګرام له جيل څخه د ٦٥ تنو بنديانو دخلاصون امر صادر کړ .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
دلويې څارنوالۍ موظف هيت دبګرام دجيل دبنديانو د دوسيو له څيړنې  وروسته نن دپنځه شپيتو تنو بنديانو  د آزادولو امر صادر کړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :    پخوا د بنديانو د دوسيو د څيړنې  او بيا کتنې موظف هيت چې دجمهور رييس له خوا موظف شوى و دبګرام دجيل ٨٨ تنو بنديانو د دوسيو څيړنه په پام کې نيولې  وه .
اوس دلويې څارنوالۍ  اداره وايي چې ددغو بنديانو دوسيې  څړلې شوي دي او دپنځه شپيتو تنو بنديانو دخلاصون امر صادر شوى دى .
دلويې څارنوالۍ  ويندوى  بصير عزيزي ددغه خبر په تائيدولو سره باختر آژانس
ته وويل چې دلويې څارنوالۍ موظف هيت دبنديانو دوسيې وڅيړلې او په نتيجه کې دهغوى دمجرميت په باب دشواهدو او مدارکو دنشتوالي  په خاطر د ٦٥  تنو بنديانو دخوشى کولو امر صادر شو .
ده زياته کړه  چې دلويې څارنوالۍ موظف هيت په ٢٣ نورو دوسيو دخپلو څيړنو کارته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته