اقتصاد

د کجکي د بند عواید وسله وال طالبان ټولوي

قندهار باختر د لړم د میاشتې ۲۹ مه
د قندهار د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې، له تېرو لسو کلونو کې د کجکي د برېښنا د بند د يوې برخي عواید وسله وال طالبان ټولوي.
د قندهار د برېښنا رياست مشر امان الله امان د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویل چې دغه عواید د هملند ولایت د شمالي ولسواليو سنګين،زمینداور او په خپله د کجکې سيمې  د هغو برخو عوايد دي چې وسله وال طالبان په کې واکمن دي.
هغه زیاته کړه، چې تر ۱۳۸۵ لمریز کال پورې دغه عواید د برېښنا ریاست اخیستل، خو اوس دوی ته نه رسېږي.
امان زياتوي چې په دغه ولایت کې هم د يو شمېر نورو سيمو په څېر دولتي ادارې د برېښنا ریاست پوروړي دي چې دغې چارې هم د عوايدو په راټولولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په همدې مهال د قندهار د ولايتي شورا غړي وايي، چي د برېښنا د عوایدو په پيسو وسله وال طالبان اکمالات کوي او دغه کار ددې لامل شوی، چې په هلمند او جنوب کې جګړه زورواخلي.
د قندهار د ولايتي شورا رېیس سید جان خاکرېزوال پر وسله والو طالبانو ددې پیسو د بندېدو غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د برېښنا عواید د هغوی د جګړې یوه لویه مالي سرچينه ګرځېدلې ده.
په ورته وخت کې د قندهار والي تورنجنرال زلمی وېسا دولتي ادارو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې چې برېښنا رياست په خپل وخت پیسې ورکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته