خبرونهښوونه او روزنه

لوړو زده کړو وزیر: تحصیلي بنسټونه او د لوړو زده کړو مرکزونه د ټولو افغانانو معنوي پانګه ده

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وايي چې تحصیلي بنسټونه او د لوړو زده کړو مرکزونه د ټولو افغانانو معنوي پانګه ګڼل کېږي. هغه وایې چې شپه او ورځ زیار باسي چې یادو بنسټونو ته وده او پرمختګ ورکړي.
حقاني زیاتوي چې په هېواد کې د لوړو زده کړو نهادونه، پوهنتونونه ‏او مؤسسې د افغانانو ارزښتناکه معنوي پانګه ده چې ساتنه او وده ورکول یې زموږ مسوولیت دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یو وضاحتي پیغام کې ویلي دي، چې افغانستان ۴۳ کاله جنګونو ځپلی دی،چې تحصیلي نهادونه یې هم خورا زیانمن کړي دي؛ نو اوسمهال د ذکر شویو نهادونو ودې او پرمختګ ته ډیره ‏اړتیا ده.
هغه ویلي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه مسوولیت لري،چې د هېواد آبادولو په موخه د تعلیمي او تحصیلي نهادونو سره مرسته وکړي، ځکه آباد او سوکاله افغانستان د سیمي او ټولو هېوادونو په ګټه دی.
سرپرست وزیر ویلي، د کابل له فتحې ورسته یې په کم وخت او کمو امکاناتو لرلو سره د ټولو ‏افغانانو پر مخ د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې خلاصې کړې او هېڅ یو پوهنتون تر اوسه تړلی نه دی پاتې.
سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وایي،چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو استازو سره یې په ناستو کې تل ټینګار کړی چې په تحصیلي او تعلیمي ډګر کې له افغانانو سره مرسته او لاس ‏نیوی د دوی حق دی او د نړیوالې ټولنې دا مکلفیت دی،ترڅو بهرته زموږ د سفرونو په لړ کې اسانتیاوې برابرې دي،ځکه موږ هڅه کوو چې د ګاونډیانو او نړیوالو پاملرنه او مرستې راجلب کړو، ترڅو د وطن تحصیلي نهادونه په خپلو پښو ودرېږي، افغانستان آباد او ځان بساینې پر لور چټک ګامونه واخلي، د نور ‏ملکونو سره سیال شي. هېره دې نه وي چې په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم لرو.
دا چې ترکیې هېواد ته مو د سفر موخه هم همدا وه، چې د یاد هېواد ملاتړ او همکاري راجلب کړو چې له نېکه مرغه د سفر په ترڅ کې د یادو موخو ترلاسه کولو په برخه کې لاسته راوړنې او پرمختګونه هم لرو. ‏د هېواد څخه بهر زموږ په سفرونو بندیز به د افغانانو سره مرسته ونه کړې؛بلکې ستونزې به لا ډېرې کړي. موږ هر وخت ویلي دي،چې ملګري ملتونه باید په دې سخته مرحله کې افغانانو ته د همکارۍ لاس ورکړی، د لوړو زده کړو او د تعلیم او تربیې وزارتونو چارواکو ته د سفرونو اسانتیاوې ‏برابرې کړي، مرستې ورسره وکړي،ترڅو په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې مرستې افغانستان د آبادۍ او پر ځان بساینې لور ته بوځي، په سفرونو بندیزونه ستونزې ډیروي، اوس د بندیزونو او فشارونو وخت نه دی، مثبت تعامل ته اړتیا ده، زموږ سفرونه شخصي هدف لپاره نه؛ بلکې د تحصیلي ‏نهادونو ته د ودې ورکولو په خاطر دي.
نو فلهذا افغانان ډېر زوریدلي دي،نور باید ونه زورل شي؛بلکې د تفاهم او تعامل له لارې د تحصیلي او تعلیمي ادارو ملاتړ او ننګه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته