خبرونهښوونه او روزنه

لوړو زده کړو وزیر: د هېوادونو پرمختګ د پوهنې بهیر په پیاوړتیا پورې تړلی دی

 کابل/ د کب ٢٩ مه / باختر

د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وايي چې د هېوادونو پرمختګ د پوهنې بهیر په پیاوړتیا پورې تړلی دی.

د لوړو زده کړو وزارت کې د “ستراتیژیک پلان، کاري پلان، احصایې او راپور ورکولو” په اړه ورکشاپ جوړ شو.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛  د ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د اسلام له نظره د پلان جوړولو اهمیت بیان کړ          او ویې ویل: د دې لپاره چې هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي او له اوسني وضعیت څخه راووځي، موږ باید یو اقتصادي، اداري او تعلیمي پلان په لاس کې ولرو، چې له ننګونو سره مقابله وکړو.

هغه ټینګار وکړ، چې د هېواد ښوونیز بهیر ته پاملرنه اړینه ده او اړتیا ده، چې د نظري درس تر څنګ د متخصصو کسانو روزلو لپاره عملي پروګرامونه جوړ شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست  په باور، د هېوادونو پرمختګ  د ښوونیز نظام      په پیاوړتیا پورې اړه لري او په دې برخه کې باید هر څوک خپله  ونډه په ښه توګه  ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ       او قانون جوړونې ريیس او د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د دولتي اوخصوصي تحصیلي بنسټونو استازو هم ګډون کړی وو.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته