خبرونهامنیت

لوی درستیز: د جهاد او د شهیدانو د وینې په برکت اوس د پردیو هېوادونو له انحصار پرته افغانستان لرو

کابل / د کب ۲۶ مه / باختر

د اسلامی امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وايي ، د جهاد او د شهیدانود وینې په برکت اوس د پردیو هېوادونو له انحصارپرته یو آزاد ، خپلواک افغانستان لرو.

د باخترآژانس د خبرله مخې، د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپآڼې په خپرولوسره ویلي دي ، د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیزقاري فصیح الدین فطرت په نورستان کې پلي لوا د ۲٠۱ خالد بن ولید قول اردو په چوکاټ کې پرانیست او مولوي سعدالله سعادت یې د دغه لوا د قوماندان او ملا عبدللطیف یې د ارکان رییس په توګه چې د ملي دفاع وزارت له لوري ټاکل شوي وو، معروفي کړل.

هغه د دغو دوو تنو د معرفي کولوپه وخت کې خبرې وکړې او ویې ویل اوسنى امنیت چې په هېواد کې تامین شوی دی د تېرو ۴۰ کلونوکې بې ساری دی او د آزادۍ د لارې  د شهیدانو د ایثار او وینې په برکت اوس د پردیو هېوادونو له انحصار پرته یو آزاد او خپلواک افغانستان لرو.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته