سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم : په افغانستان کې دجنرال مک کرستال دخدمتونو قدرداني وکړه

دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له پخواني لوى قوماندان جنرال ستانلي مک کرستان سره په کتنه کې دثبات دټينګښت او دافغانستان خلکو ته دخدمتونو په لاره کې دده دهلوځلو له امله قدرداني وکړه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل زموږ خلک او هغه کسان به چې دافغانستان په وسله والو ځواکونو يې خدمت کوي دغه خدمتونه هيرنه کړي .

ستانلي مک کرستال په خپل وار له دې امله چې په افغانستان کې امنيتي حالت او سياسي ثبات ښه شوى دى خوښي څرګنده کړه او وي ويل هيله لري چې دافغانستان زړور خلک خپلو لوړو هدفونو ته ورسيږي .

ستانلي مک کرستال دامريکا دمتحده ايالاتو څلور ستوري لرونکي جنرال دى چې يوه موده يې په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو لوى قوماندان په توګه دنده ترسره کوله .

دى دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په بلنه دخپلې ميرمنې په ملګرتيا افغانستان ته راغلى دى .

دى اوس دامريکا دمتحده ايالاتو په يو معتبر پوهننتون کې دپوځي رهبري دلوست ورکولو په کار بوخت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته