کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر
د ملګرو ملتو سازمان اعلام کړى، چې المانى ديپلومات مارکوس پوتزل يې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د سر منشي ځانګړي استازي د سياسي مرستيال په توګه ټاکلى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتو د سازمان د سر منشي دفتر پرون په يوه تويټ کې ليکلي، چې ښاغلى پوتزل به په افغانستان کې د( يوناما) د ملګرو ملتو سازمان د نمايندګۍ سياسي معاونت د مسوول په توګه کار وکړي.
مخکې له دې دنمارکى ديپلومات منه نودسن د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د سياسي نمايندګۍ مسووليت پر غاړه درلود.
مارکوس پوتزل وړاندې له دې په کابل کې د المان سفير او د افغانستان لپاره د المان د دولت د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده، اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان د نمايندګۍ دفتر مسووليت پرغاړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازې ديبورا لايينز ماموريت پاى ته ورسېد او تر اوسه پورې معلومه نه ده چې څوک به پر دې دندې وګومارل شي.
\ذ