خبرونهاقتصاد

ماليزيا د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سل زره ډالره ورکړل

 کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر

په  افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د بشري مرستو  د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې  د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې ماليزيا  له دغه صندوق سره  د١٠٠ زرو ډالرو مرسته کړې ده.

د باختراژانس د خبرله مخې؛  په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې د ماليزيا د ١٠٠ زرو ډالرو مرسته به د افغانستان اړمنو کسانو ته د سملاسي مرستو د رسولو بهير پياوړى او ګړندى کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دنمارک او سویس هېوادونه هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره نغدي مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، دنمارک ۲،۵ میلیونه او سویس ۲،۲ میلیونه ډالر د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتوسازمان له نړیوالو هېوادونواو مرستندویو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشردوستانه همکاریو ته دوام ورکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته