سیاستټولنه

مالیزیا له افغانستان سره بشري مرستې کوي

کابل/ د لړم لومړۍ / باختتر

مالیزیا په پام کې لري چې د بشري مرستو د ترسره کولو په موخه یوه ډله افغانستان ته راواستوي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفیر ډاکټر محب الرحمن سپین غرپرون د مالیزیا د پارلمان له غړې ډاکټرې وان عزیزې سره د هغې د کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان پر ورستیو پرمختیاوو او د سیمه يیزو کنفرانسونو پر اهمیت، لکه د مسکو روانه ناسته، د تهران کنفرانس او په هند کې د ګاونډیو هیوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو د کنفرانس په اړه چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به ترسره شي، خبرې وشوې.
وان عزیزه په پام کې لری چې په نږدې راتلونکې کې د بشري مرستو د یوې ډلې په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي او له افغان اړخ سره ېو لړ روغتيايي مرستې ترسره کړي٠
وان عزیزه د ماليزيا د پارلماني اپوزیسیون د مشر انور ابراهیم مېرمن او د سترګو متخصصه ده او د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر ډاکټر مهاتیر محمد د مرستیالې په توګه يې هم کار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته