سیاستخبرونهټولنهTOP

متعصبو عناصرو ته اجازه نه ورکوي چې د ایران او افغانستان اړيکې خرابې شي

 کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ايران سفارت له مرستيال سيد حسين مرتضوي سره د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او په ايران کې د افغان مهاجرينو د بانکي ستونزو د ليري کولو په اړه خبرې وکړې.

باختر آژانس د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر ورکړ، چې په کابل کې د ايران سفارت مرستيال سيد حسين مرتضوي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي وبللې او هيله يې  څرګنده کړه،  چې د ايران او افغانستان  ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکې لا زياتې پياوړې شي.

د ايران سفارت مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي مسئلو ته په اشارې سره ويلي، چې متعصبو عناصرو ته اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان ورسوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ  د دوستۍ او ورورګلوۍ فضا په رامنځته کولو ټينګار کړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دغه راز په ايران کې د افغان مها جرينو د بانکي ستونزو پر حل  ټينګار وکړ او زياته  کړې يې ده چې  د بانکي ستونزو ليري کول به  د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي راکړې ورکړې د پياوړتيا سبب شي.

د يادونې وړ ده، چې د ايران اسلامي جمهوريت د وروستي تصميم پر بنسټ په دغه هېواد کې د بهرنيو اتباعو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو پر بهير يو لړ محدوديتونه لګول شوي دي.

په ايران کې افغان مهاجرين وايي، چې د بانکي خدمتونو د استفادې له پلوه د حوالو د ليږدونې او ترلاسه  کولو کې  له زياتو ستونزو سره مخ دي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته