سیاستخبرونهTOP

متقي: له نویو فرصتونو څخه دې د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي

کابل / غوايي لومړۍ نېټه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د منځنۍ اسيا له سفيرانو او استازو سره په کتنه کې وویل چې له نویو فرصتونو څخه دې د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي.
په دې ناسته کې د ازبکستان او قزاقستان سفيرانو او د ترکمنستان او قرغزستان استازو هم ګډون کړی وو.
د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ پر اړیکو، تجارت او اقتصادي اتصال خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې له نویو فرصتونو څخه دې د ټولې سيمې په ګټه استفاده وشي.
په همدې حال کې د منځنۍ اسيا سفيرانو هم د تجارت، ترانزيت، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته