سیاستخبرونهTOP

متقي: په ایران کې له افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې له افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ایران سفیر ته یې په ټینګار سره وویل چې خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
ښاغلي متقي وویل: په ایران کې د افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو پر اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هېوادونو دښمنانو ته ‏د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي. هغه زیاته کړه چې د افغان مهاجرینو له نوم څخه په استفاده هیڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل استازیتوب نکوي.
په همدې حال کې د ایران سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اندېښنو په اړه وویل؛ کله چې د امام علی رضا په مقدس حرم کې د چاقو پر مټ ۲ روحانیون او یو ‏خادم ټپي او ووژل شول له هغې وروسته ځینو مغرضو کړیو د یوې پلان شوې دسیسې له مخې په مطبوعاتو کې د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په هدف منفي تبلیغات پیل کړل.
ښاغلي بهادر امینیان په ایران کې افغان مهاجرین خپل مېلمانه وبلل او ‏زیاته یې کړه چې له ۴۳ کالو را وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو سلوک ثابته کړې چې له ایراني ولس سره مینه او دوستانه تعامل لري.
‏ایراني سفیر وویل؛ حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باوري کړل شي. هغه وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پيغام به خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته