سیاستخبرونهاقتصادفرهنګ

مجاهد: اسلامي امارت به له پانګه والو او سوداګرو هېڅ ډول امکانات درېغ نه کړي

کابل/ د وري ۶ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په قندهار کې د “سنو فارما” د درملو تولیدي فابریکه وکته او له پانګه والو یې غوښتنه وکړه چې په هېواد کې پاتې شي.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په قندهار کې د درملو د لويې او معیاري فابريکې موجودیت د ټولو هېوادوالو له پاره د وياړ ځای یاد کړ او خوښي یې څرګنده کړه، چې د “سنوفارما” په څېر لويې فابریکې په هېواد کې فعالیت کوي او له لارې یې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.
ښاغلي مجاهد زياته کړه، چې د “سنو فارما” درملو توليدي فابریکه به تر ډېره ځایه د هېواد په کچه د درملو ستونزه حل او د وخت په تېرېدو سره به یې تولید شوي درمل تر نورو هېوادونو پورې ورسيږي، چې دا د اسلامي امارت لويه هیله هم ده.
هغه د اسلامي امارت په استازیتوب پانګه والو او سوداګرو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او له ټولو سوداګرو او پانګه والو څخه یې مننه وکړه، چې په هيواد کې دننه پانګونه کوي، کاري فرصتونه را منځته کوي او فابریکې جوړوي.
ښاغلي مجاهد وویل چې اسلامي امارت به سوداګرو ته د اسانتياوو په برابرولو کې د امکان تر حده له هغوی څخه هېڅ ډول امکانات درېغ نه کړي.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین له ټولو سوداګرو او پانګه والو څخه وغوښتل، چې په هېواد کې پاتې شي او د خپل وطن په جوړولو کې برخه واخلي او د افغانستان جوړول، پرمختګ او آبادول یې د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته