سیاستخبرونهټولنهTOP

مجاهد: د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو کورنیو سره د سیمې هېوادونو د بشري مرستو لېږدونې بهیر پیل شوی دی

کابل، د چنګاښ ۲ مه، با ختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو او د کورنیو او بهرنیو مرستندویو سازمانونو د بشردوستانه مرستو بهیر پیل شوی او تراوسه د پاکستان بشري مرستې زلزله ځپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د باختر آژآنس د خبر له مخې، ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې د پاکستان بشردوستانه مرستې چې په ۸ بار وړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوي د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې د ایران اسلامي جمهوریت مرستې چې په دوو آلوتکو کې بار شوې دي افغانستان ته رسېدلي او د قطر بشري مرستې د یوې آلوتکې په واسطه افغانستان را لېږدول شوې دي.

په همدې حال کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې هم څرګنده کړې، چې د ورستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو او مصیبت ځپلو سره د خپلو بشري مرستو بهیر پیلوي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله چې څه د پاسه زر تنه وژل شوي او څه د پاسه ۲ زره نور ټپیان شوي د نړۍ زیاترو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ د پیغامونو په استولو سره د دغې طبیعې پېښې له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره خپل تیاری اعلام کړی دی.

د امریکا متحده ایالات، چین، آلمان او د سیمې او نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ویلي، چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خپلې مرستې ډېر ژر پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت پرون په یوې بېړنۍ غونډه کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو، مصیبت ځپلو کورنیو او ټپیانو سره د مرستې لپاره سل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

اسلامي امارت د ټولو هېوادونو او د ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو غوښتي، چې د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ور ودانګي، او د دغې طبیعي پېښې له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته