سیاست

محمدحنيف اتمر: اطلاعاتوته لاسرسۍ د شفافيت په تامينولو او د قانون د واکمنۍ په پراختيا کې بنسټيز رول لري .

١١- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د هېواد د بهرنيوچارو وزير محمد حنيف اتمر پرون اطلاعاتوته د لاسرسۍ د کمېسيون له رييس اوغړو سره په کتنه کې څرګنده کړه چې اطلاعاتوته لاسرسۍ د شفافيت په تامينولو ، د خدمتونو په ښه والي او د قانون د واکمنۍ په پراختيا کې بنسټيز رول لري .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د بهرنيوچارو وزيراطلاعاتوته د لاسرسۍ حق د دموکراسۍ او د خلکو د حقوقواساسي بنسټ وباله اوزياته يې کړه چې د دغه قانوني حق د تحقق په رڼا کې کولاى شو دولت د ملت په وړاندې ځواب ورکوونکي کړو.
اتمر وويل: اطلاعاتوته لاسرسۍ د شفافيت په تامينولو ، د خدمتونو په ښه والي اود قانون د واکمنى په پراختيا کې اساسي رول لري .
هغه اطلاعاتوته د لاسرسۍ د کمېسيون ارزښتناک کارونه وستايل اوزياته يې کړه چې د بهرنيو چارو وزارت د قانون له مخې ټول لازم اطلاعات د کمېسيون له لارې به د خلکو په واک کې ورکړي .
په دې کتنه کې اطلاعاتوته د لاسرسۍ کمېسيون رييس عين الدين بهادري او د دغه کمېسيون کمېشنر حمد الله ارباب د کمېسيون د حقوقي بنسټ مسووليتونو اوفعاليتونوپه اړه د بهرنيو چارو وزير ته معلومات ورکړل او په مشخصو مواردو کې د خلکوغوښتنوته په ځواب ورکولو کې د بهرنيوچارو وزارت له خوا د معلوماتود وړاندې کولو غوښتنه وکړه .
د بهرنيوچارو وزير ژمنه وکړه چې دغه غوښتنې به په لڼډ ممکن وخت کې وڅېړل شي.
د دغه کمېسيون مسوولينو د طبقه بندى اود معلوماتود وړاندې کولود څرنګوالې په اړه د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکوته د لازمو زده کړو د ورکولو په اړه د همکارى اعلام وکړ.
ختم _ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته