خبرونهفرهنګTOP

محمدطاهرزهير: د هېواد ټولې تاريخي شتمنۍ او فرهنګي ميراثونه د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري او دوى بايد د هغو په ساتنه کې هلې ځلې وکړي

کابل / د غويي٢٨مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير نن د موزيمونو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې څرګنده کړه چې د هېواد ټولې شتمنۍ، تاريخي وياړونه او فرهنګي ميراثونه د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري او دوى بايد د هغو په ساتنه کې هلې ځلې وکړي.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين هارون حکيمي، د دغه وزارت يو شمېر رييسانو، په کابل کې د سريلانکا سفير او يو شمېر کورنيو او بهرنيو ميلمنو په کې ګډون لاره، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د جمهوري رياست سلاکار ډاکټرمحمدنبي مصداق ولوست.
په پيغام کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د موزيمونو د نړيوالي ورځې د نمانځلو او په دې مناسبت د تاريخي اثارو د نندارتون له جوړېدو څخه په مننې سره يادونه شوې ده.
په پيغام کې يادونه شوې ده چې افغانستان د زرګونو کلونو تاريخ په لرلو سره، د لوى تمدن خاوره ده او د تاريخي آثارو له پلوه بډاى هېواد دى.
دغه راز په پيغام کې راغلي دي: د موزيمونو نړيوالې ورځي نمانځل يو فرصت دى چې زموږ د نيکونو تاريخي آثارو او ميراثونو ته پاملرنه وشي او ټينګار وشي چې د نيکونو د تاريخي ميراثونو ساتنه د هېواد دهر وګړي ملي دنده ده.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير د موزيمونو نړيوالې ورځې په وياړ د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه؛ په اويايمې لسيزه کې په هېواد کې د کورنۍ جګړې پرمهال د افغانستان د ملي موزيم شاوخوا سل زره تاريخي آثارلوټ شول چې زيان يې د تصور وړ نه دى.
هغه زياته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې په ملي او بين المللي هڅو سره دهېواد دننه او بهر يوازې ٩ زره آثار ملي آثارموزيم ته را ګرځول شوي او دغه راز ١٠ زره کوچني آثار ترلاسه شوي دي.
محمدطاهر زهير وويل : همدا رنګه په تېرو٢٠ کلونو کې د لرغونپوهانو د کېندنو په پايله کې ٢٥زره نوي آثار ترلاسه او راجسترشوي دي چې له ارزښتناکو اثارو څخه دي.
محمدطاهرزهير د هېواد ملي موزيم او سيمه ييز موزيمونو ته پاملرنه مهمه وبلله او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ملي موزيم د وضعيت د لاښه والي لپاره هلې ځلې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې دهېواد ټولې شتمنۍ، تاريخي وياړونه او فرهنګي ميراثونه د افغانستان په ټولو خلکو پورې تړاو لري او دوى بايد دهغو د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي.
د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي هم د موزيمونو د نړيوالې ورځې په اړه خبرې وکړي او ويې ويل چې د موزيمونړ نړيوالې ورځې د نمانځلو لپاره د سږ کال شعار ” د موزيمونو راتلونکی ، بيا رغېدنه او تصور دی” .
د موزيمونو رييس دغه راز وويل چې د موزيمونو نړيواله ورځ هرکال د مې په ١٨مه چې دغويي له ٢٨ مې سره برابره ده، نمانځل کېږي او موخه يې د موزيمونو په اړه دعامه پوهاوي لوړول او په فرهنګي تبادلو کې د هغه اهميت ، د فرهنګونو بډاينه او دغه راز د خلکو ترمنځ سوله اوهمکاري ده.
دغونډې په پاى کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په ملي موزيم کې د تاريخي اثارو نندارتون پرانست او ګډون کوونکو وکوت. په دغو آثارو کې شاوخوا ١٢٠٠ توکي شامل دي او په بېلابېلو دورو پوري اړوند دي چې ١٣٩٩ کال په بهير کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته