خبرونهفرهنګTOP

محمدطاهر زهير: د باچا خان نړيوال سميناربايد په پرتمين ډول ترسره شي

کابل \ د غویي1٨مه \ باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير نن د باچاخان د نړيوال سمينار د کمېسيون په غونډه کې ټينګار وکړ چې دغه سمينار بايد په پرتمين ډول ترسره شي.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې د سمينار په اړوند د مقالو دعنوانونو د مشخصولو، انتخاب او د کتابونو د چاپ، د لګښتونو د جدول، د کورنيو او بهرنيو ميلمنو د رابللو او دغه راز د سمينار د ترسره کولو د ځاى او نيټې د ټاکلو په اړه بحث وشو.
په همدې ترتيب د کمېسيون غړيو د خپلو اړوندو برخو د اجرااتو رپوټ وړاندې کړ او خپلې نظريې او پيشنهادونه بيان کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کمېسيون د غړيو د نظريو او ليدلورو له اورېدو وروسته د سمينار د ترسره کولو په خاطر د لازمو تياريو په برخه کې د کمېسيون د غړيو پر لازياتې همغږۍ ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د باچاخان نړيوال سمينار بايد په پرتمين ډول تر سره شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته