فرهنګ

محمدطاهر زهير: رسنۍ د عامه ذهنونو په روښانه کولوکې مهم رول لري

– کابل / دسلواغې ٢٤مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهيرد خيبر پښتونخوا د وحدت ورځپاڼې د موسس ارواښاد پيرسيد سفيد شاه همدرد له مشر زوي پير سيد هارون سره وکتل .
د کتنې په پيل کې پير سيد هارون د وحدت ورځپاڼې د نشراتي فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او په دې سيمه کې يې په پښتو ژبه د دغې ورځپاڼې خپرول مهم وبلل.
وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د عامه ذهنونو په روښانه کولو کې د رسنيو رول مهم وباله او د دغې ورځپاڼې د موسس ارواښاد پير سيد سفيد شاه همدرد له هراړخيزو هلوځلو يې مننه اوقدرداني وکړه .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په يو پيغام کې د وحدت ورځپاڼې د تاسيس د پنځوسمې کاليزې په مناسبت مبارکي وويله او زياته يې کړه: دغې ورځپاڼې د جهاد په کلونوکې د افغانستان د خلکو غوڅ ملاتړ کړى دى او د عامه افکارو او ذهنونو په روښانه کولو او دغه راز د مقاومت د روحيې د جوړولو لپاره يې ګټور رول درلود او د دغې ورځپاڼې د بنسټ ايښودونکي پير سيد سفيد شاه همدرد هلې ځلې د قدر وړ دي.
وحدت ورځپاڼه په ١٩٧٦کال کې د خيبرپښتونخوا ايالت په پيښور ښار کې پير سيد سفيد شاه همدرد تاسيس کړه او يوازنۍ پښتو ورځپاڼه ده چې له ځنډ پرته په دوامدار ډول تراوسه پورې نشرات لري.
دغه ورځپاڼه په افغانستان، منځنى ختيځ ،امريکا، کاناډا، جرمني، دنمارک ، روسيې اوايران کې مينه وال لري او د ملي اونړيوالو خبرونو تر څنګ سيمه ييز خبرونه هم خپروي . ختم_ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته