خبرونهفرهنګTOP

محمدطاهر زهير ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېرمالي کال کې ٢٥٢ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي

– کابل/ د سلواغې٢٨/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت يو کلن کارونه، لاسته راوړنې او پروګرامونه بيان کړل.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينانو، سلاکارانو، رييسانو او خبريالانو په ګډون د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د تېر يو کال کارونو او لاسته راوړنو او د دغه وزارت د راتلونکي کال د پروګرامونو په بيانولو سره وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د ودې او د فرهنګي، هنري ميراثونو د ساتنې او د بيان آزادۍ او د ټوليزو رسنيو د آزادو فعاليتونو د ملاتړ، د ګرځندوى صنعت د حالت د ښه والي او د ځوانانو د حقوقو د ملاتړ په خاطر فعاليت کوي . ”
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د ١٣٩٩ کال کارونه او برياليتوبونه په څلورو اساسي برخو: فرهنګ او هنر، ځوانانو چارو، ګرځندوى او خپرونو په چارو کې بيان کړل او زياته يې کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر په برخو کې د هېواد د ملي فرهنګ د ودې او پياوړتيا په مقصد د فرهنګي ميراثونو ساتنې اوملاتړ او د فرهنګ پراختيا او تنوع ته ژمن دى.
د خپرونو په چارو کې اطلاع رسونې ، دعامه ذهنونو روښانتیا او د دولتي او خصوصي رسنيو د کړنو د څار لپاره د رسنيو ودې او پياوړتيا ته ژمن دى.
د ګرځندوى په برخه کې د ګرځندوى صنعت د ودې او د سيلانيانو د جلبولو لپاره دهېواد د فرهنګ په معرفي کولو او د عوايدو د زياتوالي په برخه کې فعاليت کوي او د ځوانانو په چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فعال نسل لپاره د سوکاله راتلونکي د تامينولو په مقصد په ټولو سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د ځوانانو ملاتړ ته ژمن دى.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د تشکيل او بودجې په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې په ١٣٩٩ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خپلو اړوند منابعو څخه ٢٥٢ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاس کړي دي.
هغه د دغه وزارت د ١٤٠٠ کال پروګرامونه بيان کړل او ويې ويل: د هېواد د جمهور رييس د لارښوونې له مخې د هېواد د بالاحصارونو، فرهنګي ميراثونو د خطر په حال کې تاريخي آبدو د ترميمولو، مرمت، ټينګښت اوساتنه د دغه وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې په بېلابېلو فرهنګي برخو کې د سلو پروګرامونو ترسره کول، د غيرملموسو هنرونو احيا او برجسته کول، د هېواد د فرهنګي او تاريخي شخصيتونو د مقبرو ترميمول او د هېواد د نورو تاريخې آبدو او ميراثونو او د فرهنګي شتمنيو ساتنې ته پاملرنه د دغه وزارت په راتلونکو پروګرامونو کې شامل دي.
محمد طاهر زهير ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت درې مهمې پاليسۍ هم تعقيبوي چې له حاشيې نه متن ته د فرهنګ راوړل، د هېواد د ملي فرهنګ دعناصرو برجسته کول او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت عايداتي کول دي.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق، مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنياري سيدې مژګان مصطْفوي او د ځوانانو چارو معين ډاکتر ادريس الکوزي په وار سره د خپلو اړوندو برخو د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
دغونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت معينانو د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته