سیاست

محمدکريم خليلي : په هېواد کې هيڅ ملي تصميم دمدني ټولنې، ښځو او ځوانانو له مشارکت پرته ا مکان نه لري.

کابل باختردمرغومې دمياشتې٢٦نيټه :   
دسولې دعالي شورا رئيس نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل  چې دافغانستان مدني ټولنې ، ښځې  او ځوانان به دسولې  په بهير کې مهم رول ولري.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  د سولې دعالې شورا  رئيس محمدکريم خليلي دسولې په باب دځوانانو ، ښځو او دمدني ټولنې په ملي او مشورتي کنفرانس کې  دهېواد دښځو ،. ځوانانو او دمدني ټولنې درول په مهم  بللو سره وويل چې دهر پروګرام  اوپريکړې برياليتوب به هغه وخت تضمين شي  چې دښځو  اوځوانانو مشارکت پکې وي.
دده دڅرګندونو له مخې ؛ ښځې او ځوانان په روانه پيړۍ کې  دنه انکار وړ ځواک  دي  چې سياسي  ،.ټولنيز دعلمي او فرهنګي فعاليتونو برخليک دټولنې دهمدې برخې په لاس  کې ټاکل کيږي.
ده څرګنده کړه  که چيرې يوسياسي ګوند دسولې په اړوند خپل نظر مطرح کړي  ښايي دخپل سياسي  تګلوري تر اغيزې لاندې هغه  بيان کړي خو مدني فعالين اوغير حزبي  کسان له سياسي ډلبنديو لري دټولنې نظر څرګندوي  چې دغه شان کار دسولې  په شان  يوملي بهير  ته ډير ګټور کاردى.
ده زياته کړه  چې په هېواد کې دمدني ټولنې، ښځو او ځوانانو  له ګډون او مشارکت پرته دهيڅ تصميم امکان نه لري.
دسولې دعالي شورا رئيس  په پاى کې  ډاډ ورکړ چې دغه شورا يو مهم محور چې تل به په هغه ټينګار وکړي   اودهغو دنظريو  دعملي کولو لپاره به هلې ځلې وکړي  زموږ دهېواد ښځې  او ځوانان دي.
په پاى  کې  ددغه کنفرانس  برخه والو په هېواد کې دمدني ټولنو ځوانانو اوښځو درول  دارزښت په باب خپلې نظريې بيان کړې.
پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته