خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهيرد جام څلې د ټينګښت کار پر ژر پيلولو ټينګاروکړ

 کابل / دوري ٢مه /باختر

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير نن په جګړه کې په ښکیلو هېوادونو کې د فرهنګي ميراثونود ساتنې لپاره د نړيوالې اتحاديې ( الف ) او يونسکو موسسې له پلاویو سره په کتنه کې د جام څلې د ټينګښت د کار او په باميانو کې د لرغون پېژندنې پارک د جوړولود کار پر پيل ټينګاروکړ.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معينيت سرپرست مهندس عبدالاحد عباسي او د دغه وزارت د لرغونپېژندنې رييس نورآغا نوري هم حاضر وو، محمد طاهر زهير د غور جام څلې د ټينګښت او ترميمولو او په باميانوکې د بودا د مجسمو د پاتې شونو د ټينګښت اوترميمولو او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو د کار پر ژر پيلولو ټينګاروکړ. د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد تاريخي آبدو اوميراثي فرهنګونو په اړه چې ټينګښت، ترميمولو او بيا رغاونې ته جدي اړتيا لري معلومات ورکړل او هغو پروژو ته یې د دغه بنسټ د نه پاملرنې یادونه وکړه چی ورسپارل شوي دي؛ خو دوی کار لا نه دی پیل کړی. دغه راز هغه د ملموسو اوناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتنې ، ترميمولو او بيا رغاونې په برخه کې د ( الف ) بنسټ د همکارى غوښتنه وکړه.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په لوګر کې د عينکو د مسو کان، کابل کې د نارنج غونډۍ او سيد سرور خان کلا د لرغونو ساحو ، په ننګرهار کې د امرخيلواو بحر اباد د ستوپو، د ننګرهار د هډې د لرغونې ساحې ، د فراه فريدون کلا، په هرات کې د ملاکلان خانقا، په تخار کې د حضرت محمود غازي مقبرې اوحضرت واقف مقبرې ، په هلمند کې لښکري بازار ، د سمنګانو تخت رستم ، د باميانو چهل برج او کاروان سراي د لرغونو ساحو ټينګښت اوساتنې ته او دغه راز د کاشي جوړولو او مسګرۍ په ګډون د ناملموسوفرهنګي ميراثونو چې له خطر سره مخ دي د مستند کولو اومعرفي کولو او د يوشمېر نورو ناملموسو ميراثونو مستند کولو ته پاملرنه مهم کار وباله . دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د لرغونپېژندنې ، د لرغونو اثارو د ترميمولو ، معمارى اومرمت کارى په برخو کې د لرغونپېژندنې د کارکوونکو روزنه يو لومړيتوب وباله . وروسته د ( الف ) بنسټ د هيئت رييس د دغه بنسټ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: موږ اوس په افغانستان کې ١٢ فرهنګي پروژې تر کار لاندې لرو. ده د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره يې د اړوندو بنسټونو د زياتې همکارى ډاډ ورکړ. هغه ټينګار وکړ چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دې د هغو پروژو لست ورکړي چې لومړیتوب لري. دغه رازپه دې کتنه کې د يونسکو استازي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر د هغو پروژو کار پيلوي چې دوى ته سپارل شوي دي.

ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته