خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اميرالکلام علي شېرنوايي نړيوال سمينار جوړوي

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
محمد طاهر زهير پرون د اميرالکلام علي شېرنوايي د زېږيدو د ۵۸۰ مې کاليزې د درناوي په مراسمو کې چې په سپيدار ماڼۍ کې پرځاى شول، وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه ستر فرهنګي شخصيت د درناوي په خاطر نړيوال سمينار جوړوي.
په دغو مراسمو کې چې د ملي مصالحې عالي شورا جوړ کړي وو، د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابينې او ملي شورا يوشمېر غړو، په کابل کې د ازبکستان سفير او يوشمېر ډيپلوماتانو، شاعرانو، ليکوالو او نورو فرهنګيانو ګډون لاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د امير علي شېرنوايي د زېږيدو د ۵۸۰ مې کاليزې د درناوي په مناسبت په خپلو خبرو کې د هغه د علمي او فرهنګي شخصيت پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اميرالکلام علي شېرنوايي نړيوال سمينار جوړوي.
هغه زياته کړه چې د دغه سمينار د جوړولو علمي کمېټې خپل کار پيل کړى دى او ټاکل شوې ده دغه سمينار د ١۴٠٠ هجري لمريز کال په لومړیو کې په لرغوني هرات کې، هغه ښار چې علي شېرنوايي په کې په خلاقانه علمي، سياسي او فرهنګي کارونو بوخت و، په پرتمين ډول جوړ شي.
دغه راز په دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو ويناوالو د علي شېرنوايي د شخصيت پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته