خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير د عينکو د مسو کان د لرغونو ساحو په چارو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او د لوګر د سيمه ييزحکومت ترمنځ همغږى مهمه وبلله

– کابل / د کب ٢مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير اود لوګر والي عبدالقيوم رحيمي نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د لوګر د سيمه ييزحکومت ترمنځ د عينکو د مسو کان د لرغونوساحوپه چارو کې د همغږى په اړه خبرې وکړې .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د لوګر والي د دغه ولايت د لرغونو او تاريخي ساحو په اړه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
هغه دغه راز د دغه ولايت د لرغونو او تاريخي ساحو په تېره بيا د عينکو د مسو کان د لرغونوساحو په اړه د لوګر د سيمه ييز حکومت او د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ترمنځ د همغږى غوښتنه وکړه .
د لوګر والي څرګنده کړه، د لوګر خلک غوښتنه کوي چې د عينکو د مسو کان په لرغونوساحو کې کار چې د کرونا ويروس د خپرېدو په خاطر ځنډول شوى و بيا پيل شي چې د دغه ولايت يوشمېر خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت تاريخي اثار، لرغونې ساحې اوفرهنګي ميراثونه د افغانستان ارزښتناکې شتمنۍ وبللې اود لوګر د لرغونواوتاريخي ساحو په تېره بيا د عينکو د مسوکان د لرغونو ساحو په چارو کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت اود لوګر د سيمه ييز حکومت ترمنځ همغږي مهمه وبلله .
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د لوګر خلکو د غوښتنو د څېړنې په اړه د دغه وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته