سیاست

محمد کريم خليلي : دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيکي اړيکولرل په هيواد او سيمه کې دثبات دتامينولو په ګټه دي .

دغزني ولايت دولايتي شورا رييس او يو شمير غړو او ددغه ولايت سپين ږيرو او مشرانو نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخي په دې کتنه کې برخه والو دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيکي اړيکو دلرلو په باب ددوديزي لويي جرګي له سلا مشورو سره دملاتړ داعلامولو په ترڅ کې ددغه ولايت ځيني سيمه ئيزي ستونزي دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي ته وړاندي کړي .

دغزني دولايتي شورا رييس په دغه ولايت دامنيتي حالت دښه والي له امله خوښي وښودله او په دغه ولايت کي يي دبيا جوړونې دبهير په باب دجمهور رييس مرستيال ته رپوټ وړاندي کړ .

هغوي دغه راز دقره باغ _ جاغوري سړک پروژي ته ددولت زياته پاملرنه واړوله او هم يي په دغه ولايت کي دانساني ظرفيتونودلازيات لوړولو په کار کې دپوهنتون کچې ته دجاغوريو ولسوالي دارالمعلمين لوړول دخلکو يوه بله غوښتنه وبلله .

دغزني ولايت مشرانو او سپين ږيرو دغه راز دثبات اوبيا رغاوني په لور ديون دچټکتيا په کار کي په سياسي او اداري جوړښتونوکې ملي مشارکت دير مهم وباله .

په دي کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيکي اړيکو دلرلو په باب د دوديزي لويي جرګي پريکړي په هيواد او سيمه کې دثبات دتينګښت په کټه وبللي او هغه يي د افغانستان دخلکو دهوښياري او پوهاوي نښه نښانه وبلله .

دجمهور رييس مرستيال دغه راز دکتنې دبرخه والو دغوښتنو دڅيړني ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته