فرهنګ

محمد کريم خليلي دکابل ښار دبيلابيلو ناحيو له عالمانو او فرهنګيانو سره وکتل

دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي نن له غرمي مخکې دکابل ښار دبيلابيلو ناحيو دجوماتونوله عالمانو اوملا امامانو ، فرهنګيانو او ټولنيزو مخورو سره غونډه وکړه  او دعاشورا دمراسمو دپرځاى کولو او دهيواددروانو حالاتو په اړوند يې خبرې وکړې .

 دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،   په دې غونډه کې چې يوزيات شمير عالمانو و دحسينيه و  اوتکيه خانو واعظانو او فرهنګيانو ګډون درلود دجمهور رييس مرستيال دعاشورا دغم لرلو  او دردونکو  ورځو  له امله ټولو مسلمانانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او په دغو ورځو کې يې  په ډيره ښه توګه ددغو مراسمو او غونډو په جوړولو ټينګار وکړ .

 ده دهيواد له ماتم  لرونکو خلکو په تيره بيا د ټټروهونکو ډلو څخه وغوښتل چې دکربلا دشهيدانو درناوي وکړي چې هغوى ته وړ دي .

 دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دعاشورا  خونړۍ پيښه يو الهام بخښوونکي  غورځنګ وباله   چې بايد دخپلو دوست دارانو  او پيروانو ، په چلندونو ، کړو وړو او خبرو  کې بدلون رامنځته کړي .

 دده  د څرګندونو له مخې موږ هغه وخت کولاي شو دعاشورا د مکتب له لوړو او اسلامي زده کړو څخه ګټه واخلو چې دامام حسين ( ع )  دپاڅون  په  هدفونو او فلسفي په ښه توګه پوه شي او په هغه څه چې  هغه داسلامي ټولنې لپاره غوښتل عمل وکړو .

 دامام حسين  هدف د حق دترلاسه کولو ،دعدالت د تينګښت او داسلامي امت ترمنځ دچلندونو له اصلاح پرته بل څه نه و  .

 دجمهور رييس مرستيال دهيوا دخلکو ترمنځ دورورولي  ، يو والي اووحدت دروحيې په ساتنې ټينګار وکړ او دکربلا دشهيدانو له ماتم لرونکو څخه يې وغوښتل چې دماتم دغونډو دجوړولو دلازيات پرتم لپاره دهڅو  تر څنګ په ټولنيز نظم کې  د ګډوډي  ، دلارو او معبرونو دبندولو  او هيوادوالو ته مزاحمت  دپيداکولو سبب  نه شي .

 دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي يوځل بيا دامام حسين( ع )  د ماتم لرونکو او  ځوانانو  څخه وغوښتل چې په تکيه خانو او واټونوکې دځان وهني  او دخپلې وينې دتويولو پرځاى له هغو اړو ناروغانو  سره چې دوينې دپيرودنې توان نه لري وينه ورکړي .

  ده په دې ترڅ کې چې دخلکو  او په افغانستان کې دامام حسين ( ع )  دپيروانو داکار داسلامي ټولنو په کچه يو اسلامي  حرکت وباله  هيله يې وکړه دغه فرهنګ چې په وروستيو  دريو کلونوکې په افغانستان کې رواج موندلى  په نورواسلامي ټولنوکې پراختيا  ومومي .

  دکربلا دشهيدانو په درناوي دوينې  ورکول يو داسې کار دى چې په وروستيو کلونوکې په افغانستان کې رواج موندلى دى او دخلکو ترمنځ ددغه ښه فرهنګ درواجولو او پراخ بنسټه کولو  په مقصد دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي په  ١٣٨٨  کال کې په دى اړوند دامام حسين (  ع ) ماتم لرونکو ته دبلني په ترڅ کې  دعامې روغتيا وزارت دوينې مرکزي بانک  دهغې دراټولولو او په مستحقو کسانو دهغې دويشلو په مقصد دامام حسين ( ع )  د وينې دمرکزي بانک په نامه ونوماوه .

  په دې غونډه کې دجمهور رييس  مرستيال دهيواد حالات وڅيړل او يادونه يې وکړه چې دنوى بهير ټينګښت او په وروستي لسيزه کې  ترلاسه شويو داسلامي او انساني  ارزښتونو  ساتنه او پراختيا بايد  ديو ملي او هيوادني مسووليت  په توګه هر افغان ته طرحه وي .

 دجمهور رييس مرستيال   په دې  باندې دټينګار  په ترڅ کې  چې افغانستان به دلوى خداى ( ج )  په مرسته او دخلکو  په پوهي اوهوشياري  او دنړيوالې ټولنې  په مرسته ظلماني او  تورتم تيرو وختونو ته ستون نه شي .  هيله يې وکړه چې دهيواد  پوه اوويښ خلک دنوى بهيردستنو د ټينګښت او ددايمي  امنيت او ثبات  دتامينولو  په لاره کې هلې ځلې  وکړي .

 دجمهور رييس مرستيال دهغه څه په يادونې سره چې دجګړو په دورو کې دافغانستان په خلکو تير شول ددوديزې لويې جرګې  نتيجو ته اشاره وکړه او په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې  شتون يې په خپلو پښو دهيواد ددريدو په لاره کې ضروري وباله او دافغانستان له نړيوالو  همکارانو سره يې دستراتيژيک  تړون لاسليک کول په هيواد کې دتروريزم پرخلاف د مبارزې او ددايمي امنيت اوثبات د تينګښت په لاره کې  ارزښتناک  وباله .

 دجمهور رييس مرستيال يادونه وکړه چې دافغانستان خلک  نه غواړي چې هيواد يې بيا تيرو بحرانونو او ظلمونو ته  ستون شي له دى امله له خپلو نړيوالو همکارانو او له دې جملې څخه له امريکا سره دستراتيژيکي  تړونونو په لاسليک کولو سره به دغه بهير  ټينګ کړي .  دجمهور رييس مرستيال  په وروستيو  لسو کلونوکې ترلاسه شوي ارزښتونه دهغو زياتو سرښندنو  او ځان تيريدنو  نتيجه وبلله چې دافغانستان خلکو په دې لاره کې کړي دي

 ده ددغو ارزښتونو ساتنه په دى پورې اړونده وبلله  چې دهيواد خلک څه ډول په اګاهانه ډول دهغودفاع او ملاتړ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته