ټولنه

مسعود اندرابي : په کابل ښار کې پر تګ را تګ بنديز نور هم جدي کېږي

کابل د وري ١١ مه باختر
په کابل ښارکې پر تګ را تګ بنديز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه نن نورهم جدي کېږي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې پولیسو د خلکو پر ګرځېدو د بنديز طرز العمل د تطبیقولو کمپاين لومړۍ ورځ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر پرون په کابل ښار کې پیل کړ او دغه کمپاین نورهم جدي کېږي.
هغه زیاته کړه چې خلک دې له اړين کار پرته له خپلو کورنو څخه نه وځي، ترڅو له دغه ویروس سره په مبارزه کې له امنیتي ځواکونوسره فعاله ونډه ولري.
اندرابي وايي چې پولیس په دریو ورځو کې د دغه طرزالعمل د تطبیقولو لپاره خلکو ته لازم پوهاوى ورکوي او له هغې وروسته له هغو کسانو سره چې له رعایتولو يې سرغړونه کوي جدي او قانوني چلند کېږي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته