امنیت

ديوپوليس دخيانت په پايله کې دطالبانو له خوا درې پوليسان شهيدان شول .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
طالبانو  تيره شپه دفارياب ولايت دشيرين تګاب  په ولسوالۍ کې درې تنه پوليسان شهيدان کړل
دفارياب دوالي  وياند محمد جاوديد بيدار  دباختراژانس خبريال ته وويل دشيرين تګاب ولسوالۍ دګور زاد دغاښې په سيمه کې  دپوليسو يوه پوسته ديو پوليس له خوا طالبانو ته وسپارله شوه چې په پايله کې يې په پوستې  په بريد سره طالبانو په دريو پوليسانو ډزې  وکړې يو پوليس  يې له ځان سره بوته او پوستې ته يې اور واچاوه .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، کله چې طالبانو په دغې پوستې بريد وکړ دپوستې کسان ويده و او طالبانو پرې ناځوانمردانه بريد وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته