سیاست

مسلميار دناټو دملکي برخي له استازي سره وکتل

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار نن دناټو له ملکي استازي سيمون ګيتس  سره  افغانانو ته  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  او له طالبانو سره دخبرو دبهير په باب خبري وکړي .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دمشرانو جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې  په دې کتنه کې ګيتس  دافغانستان دامنيتي ځواکونو دکمي اوکېفي ودي يادونه وکړه او ويې ويل چې دملي اردو اوپوليسو  جنګي وړتيا دپخوا په پرتله لوړه شوې ده اودپوځي عملياتو دترسره کولو  وس لري .

 ده  له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې دمرستو دوام ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دبن په دويم کنفرانس کې په دي لاره کې يولړ ژمنې شوي دي چې  دقدرت له ليږدونې سره جوخت بايد دبنسټيزو پروژو بيا جوړولو اوخلکو ته دکار برابرولو ته پاملرنه وشي .

 دمشرانو جرګي رييس  په دې کتنه کې    په خپله افغانانو ته دقدرت ليږدونه  اودبنستيزو پروژو دپياوړتيا داغيزمنتوب او خلکوته دکار موندل موجه وبلل او ټينګاريې وکړ هغه ژمنې چې دبن په دويم کنفرانس کې دافغانستان په وړاندې وشوي  هيله کېږي  چې دليږدونې په پړاو کې عملي بڼه غوره کړي.

مسلمياردغه راز  دافغانانو مړو ته دا مريکايي عسکرو سپکاوي په کلکه وغانده او دا کاريې بشري ټولنې ته سپکاوي وباله او څرگنده يې کړه  چې دغه شان عملونه به  دخلکو، اوسني نظام او دبهرنيو عسکرو ترمنځ دواټن دپيداکېدو سبب شي چې دناټو ملکي استازي هم دغه عمل وغانده او څرگنده يې کړه  هغه عسکر چې دغه شان ناوړه عمل کړي دي  پيژندل شوي او په ډير لنډ وخت کې محاکمه کېږي .

 دغه راز په کتنه کې ګيتس   له مخالفينوسره  دقطرخبرو ته هم اشاره وکړه او يې ويل ښايي  دامريکامتحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ خبري شوي وي  خومهمه داده چې دغه بهير بايد په خپله دافغانانو په مشرۍ وي  او دهميشني سولې تامينول يوازي دافغانانو له لاري امکان لري .

دغه راز په دې کتنه کې د يوتن جهادي مشر اودمشرقي شورا غړي حاجي روح الله  شکايت  دده په شتون    دمشرانو جرګي درييس له خوا دناټو له ملکي استازي سره  طرحه شو.چې دي پخوا دايتلاف دځواکونوله خوا نيول شوي و  اوشپږکاله يې  دبګرام او ګوانتانامو په جيلونو کې تيرکړي دي  خو وروسته  دبيګناهي په نسبت خوشي شو په داسې حال کې چې په دې وروستيو وختو کې دي له  يو شمير سپين ږيرو سره  دهيواد له جمهوررييس  سره دکتنې لپاره کابل ته راغلي دي . په جلال اباد ښارکې دده کور دايتلاف دځواکونوله خوا لټول شوي دي چې دناتو سفير له ده څخه دبخښنې  دغوښتنې په ترڅ کې غوښتنه وکړه  چې دغه موضوع به له اړوندي لاري ترجدي پوښتنې لاندې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته