فرهنګښوونه او روزنه

مطالعه کول مو ژوند بدلولای شي

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
کتاب نه یوازې دا چې د یوازیتوب ښه ملګری دی، بلکې په مطالعې سره یې کولای شي ژوند مو بدل کړي.
هغه ټولنې چې د مطالعې دود په کې عام وي، ځوانان یې لوستي وي، نسبت هغو ټولنو ته چې ځوانان یې نالوستي او د مطالعې دود هم په کې عام نه وي، پرمختللې وي.
د باختر اژانس سیمه ييز خبریال د زابل د عامه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له سرپرست سره د دغه کتابتون د فعالیت په اړه مرکه کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نیاز محمد زیارمل وايي چې په دغه کتابتون کې زرګونه کتابونه شته چې پر يو وخت له۵۰ څخه د زيات شمېر کتاب لوستونکو لپاره د مطالعې منظم ځای هم لري.
زیازمل وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست عامه کتابتون نه يوازې کتاب لوستونکو ته منظم چاپېريال، برېښنا، څوکۍ، مېز او کمپيوټري اسانيتاوې برابرې کړې، لوستونکو ته يې د برېښنايي کتابونو لوستلو زمينه هم برابره کړې ده.
هغه وايي چې ځوانان، زده کړیالان او د کتاب لوستلو نور مینوال کولای شي د زابل عامه کتابتون ته مراجعه وکړي او په وړیا ډول یې د مطالعې لپاره ترلاسه کړي.
نصيب الله زاهد او ذبيح الله نهضت مل دوه هغه روښنفکره ځوانان دي چې مطالعه يې د خپل ورځني مهالوېش يوه برخه ګرځولې.
دوی د زابل د عامه کتابتون له شته امکاناتو خوښ دي او له ځوانانو څخه غواړي چې مطالعه وکړي.
زاهد زياتوي چې دا په زابل کې يوازينی ستر کتابتون دی چې د بېلابېلو کتابونو په لرلو سره يې د کتاب لوستونکو لپاره يو ښه مناسب چاپېريال برابر کړی دی.
د زابل عامه کتابتون دا مهال په ديني، سياسي، ادبي، تاريخي، ساينسي، اقتصادي او ټولنيزو کتابونو سربېره څه دپاسه ۱۳ زره عربي، دري او انګليسي کتابونه لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته