خبرونهفرهنګTOP

ملاخیرالله خیرخواه: د افغانستان له ګاونډیو سره د کلتوري اړیکو پراختیا او پیاوړې کول د اطلاعاتو او کلتور وزارت لومړیتوب دی

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د کلتوري او هنري اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وشوې.

Img 20240612 Wa0006
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې دمګړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د غوره سیاسي تعامل ترڅنګ کلتوري او هنري همکارۍ ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د سیاحتي او درماني شرکتونو رئيس په دغه کتنه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست او ایراني سفیر سره شریک کړل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته