خبرونهاقتصادفرهنګTOP

ملا خیرالله خیرخواه: د پکتیا په سیاحتي سیمو کې به سیلانیانو ته لازمې آسانتیاوې برابرې شي

کابل، د چنګاښ ۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، په پکتیا کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د دغه ولایت په ټولو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې به د سیلانیانو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ملا خیرالله خیرخواه زیاته کړې چې د ځاځي آریوب ولسوالۍ د سپینې شګې پارک کې د یو هوټل د رغولو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه څرګنده کړې چې د یادې سیمې د ساتنې او ښکلا او سیلانیانو ته لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو لپاره له اړوندو وزارتونو، ادارو او خصوصي شرکتونو سره په همغږۍ هڅې کېږي چې چارې ژر تر ژره پیل او دغه سیمه د هېوادوالو د تفریح لپاره په ځانګړې سیمه بدله شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، همدا رنګه د ګردېز له بالاحصار څخه د لیدنې پرمهال، ویلي چې د دغه تاریخي ځای د بیارغونې چارې ځینو مؤسسو ته سپارل کېږي چې د نړېدو ګواښ یې ختم او ښه ساتنه یې وشي.
ملا خیرخوا د خپلو خبرو په پای کې، د تاریخي سیمو د بیارغونې او ساتنې ترڅنګ، د رسنیو مسئولینو ته ډاډ ورکړی چې په اطلاعاتي او مالي برخو کې به د هغوی بشپړ ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته