سیاستخبرونهاقتصادTOP

ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو او پانګه والو ته په خطاب کې: راشئ او په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ

کابل ، د ثور ۲۸مه ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي په متحدو عربي اماراتو کې له مېشت افغان سوداګرو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت څخه باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر اخوند افغان سوداګرو او پانګه والو ته په خطاب کې ویلي دي: په هېواد کې چې په هره برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لرئ، اسلامي امارت ژمن دی چې زمینه درته برابره کړي. دا زموږ مسئولیت دی چې تاسو ته د کار کولو او امنه فضا برابره کړو او په ګډه دا هېواد جوړ کړو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې فساد ختم شوی او هر چا ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه همدا رنګه پر ټولو افغان سوداګرو او پانګه والو غږ کړی چې را دې شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړې ده: موږ په داسې حال کې کابل ته راغلو چې د کابل تېرې ادارې، ټول بانکونه او د عامو خلکو شتمني لوټ کړې وه، هرڅه وران وو چې ښه بېلګه یې د کابل نړیوال هوايي ډګر دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز د ټولو هغو هېوادونو له سخاوت ‌مندانه کوربه ‌توب مننه کړې چې د افغانانو قدر یې کړی او په بېلابېلو وختونو کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.

باید وویل شي چې په دغو وروستیو کې په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته