سیاستخبرونهTOPټولنه

ملا عبدالغني برادر په پکتيکا، خوست او یو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله خواشيني څرګنده کړه

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، په پکتيکا، خوست او یو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله خواشيني څرګنده کړه.

د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: “د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په پکتيکا، خوست او ځینو نورو ولايتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله هېوادوالو ته د اوښتو زيانونو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي.”

په خبرپاڼه کې د یادو پېښو شهيدانو ته د فردوس جنت، قريبانو ته د جميل صبر او ټپیانو ته يې د الله (ج) له درباره د سملاسي شفاء هیله شوې ده.

دغه راز، د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال چې طبيعي پېښو ته د رسېدو کمېسيون مشري هم پر غاړه لري؛ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښو ځايونو ته ژر ځان ورسوي او له ټولو شته امکاناتو کار واخلي چې د زيانمنو شويو هېوادوالو ژوند وژغوري او هر ډول لازمې مرستې ورسره وکړي.

د راپورونو له مخې؛ د بېګانۍ زلزلې له امله د دغه ولایت په نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې ۲۵۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني ويلي، چې بېګانۍ زلزلې له امله د دغه ولایت د سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ۲۵ تنه وژلي او ۹۵ نور ټپيان شوي دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته