کابل،چنګاښ ٣١مه، باختر
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير ملا عبداللطیف منصور د پکتیا له مچلغو بند څخه د لیدنې پر مهال ويلي چې د دغه بند د کارونو بشپړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې
د ياد بند د لیدنې پر مهال د پکتیا د سیندیزې حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح او د دغه ریاست د سلاکار انجنیر نجیب الله توتاخېل سرپرست وزیر ته د بند د ترسره شويو او پاتې کارونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د بند د پاتې کارونو د پیل غوښتنه یې کړې ده.
له بلې خوا، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير دوی ته ډاډ ورکړى چې د مچلغو بند د کارونو بشپړول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه به وکړي څومره ژر چې شوني وي، د دغه بند د پاتې کارونو د پیل لپاره امکانات برابر کړي.
د يادونې وړ ده چې د مچلغو بند په پکتيا کې له مهمو او حياتي پروژو څخه دى چې په جوړېدو سره به ٢٣٠٠ هکتاره ځمکه خړوبه او ٤٠٤ کيلوواټه برېښنا به توليد شي.
وهاج