خبرونهټولنهTOP

ملا نورالدين ترابي: مرستندويه بنسټونه دې له افغاني سرې مياشتې سره  په همغږۍ پر زلزله ځپلو خپلې مرستې وويشي

 کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي له ملي او نړيوالو خيريه بنسټونو وغوښتل، چې د پکتيکا او خوست ولايتونو پر زلزله ځپلو دې خپلې مرستې د افغاني سرې مياشتې له لارې او له دغې ادارې سره په همغږۍ پر هغوی وويشي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛  د افغاني سرې مياشتې  د عالي ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي  نن سهار په کابل کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې دوى له بېلابېلو ولايتونو څخه ٥٥ ټيمونه د سروې لپاره د پکتيکا او خوست ولايتونو ته استولي دي چې زيانمنې شوي کورنۍ په دقيق ډول وپيژندل شي او د مرستو په بهير کې د ناوړې استفادې او فساد مخه ونيول شي.

د افغاني سرې مياشتې د ټولنې مرستيال وايي، چې تر اوسه پورې يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هېوادونو او يو شمېر خيريه موسسو د پکتيکا او خوست په ولايتونو کې د زلزله ځپلو لپاره خپلې مرستې ليږلي دي؛ خو د زلزله ځپلو لپاره د کورونو، کلينيکونو او ښوونځيو  جوړولو ته اړتيا لري.

هغه وويل، چې يو شمېر مرستندويه بنسټونو او خيرغوښتونکو کسانو له زلزله ځپلو سره  د کور د وسايلو او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د افغانې سرې مياشتې د ټولنې مرستيال له ټولو ملي او نړيوالو مرستندويو موسسو او خير غوښتونکو کسانو وغوښتل، چې د هغو کورنيو د اړتياوو پوره کولو لپاره چې د دغې ادارې له خوا سروې شوې دي نغدي مرسته وکړي.

ملا نورالدين ترابي وويل، چې په زلزله ځپلو سيمو کې د ټپيانو د درملنې لپاره ګرځنده کلينيکونه جوړ شوي دي او د افغاني سرې مياشتې د ټيمونو له خوا د دغو سيمو  له ارزونې او څيړنې وروسته دايمي کلينيکونه هم په دغو سيمو کې  جوړيږي.

هغه ډاډ ورکړ او ويې ويل؛ چې د ملي او نړيوالو موسسو مرستې د افغاني سرې مېاشتې ټولنې له لارې په شفاف او عادلانه ډول پر زيانمنو شويو کورنيو ويشل کيږي  او د هر راز فساد او بې عدالتۍ مخه به ونيول شي.

د يادونې وړ ده چې  په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له مرګانۍ زلزلې وروسته  چې له  امله يې څه ناڅه  ١٢٠٠ تنه ووژل شول او څه د پاسه دوه  زره تنه نور ټپيان شول، يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هېوادونو او ملي او نړيوالو مرستندويو موسسو خپلې مرستې زلزله ځپلو سيمو ته ليږلي دي او يو شمېر نورو هېوادونو او مرستندويو سازمانونو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو له کورنيو او له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.

په همدې حال کې د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنه وايي  لازمه ده چې له زلزله ځپلو سره ملي او نړيوالې مرستې د دغې ادارې سره په همغږۍ وويشل شي، چې له يوې خوا دغه مرستې د زيانمنو شويو کورنيو په واک کې ورکړل شي او له بله پلوه د مرستو د  ويشلو په بهير کې د فساد او د  ناوړې استفادې مخه ونيول شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته