سیاستخبرونه

ملا نورالله نوري: د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت، د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پُل دی

کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سر‍پرست وزير ملا نورالله نوري پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل.

له سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو څخه باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کتنې په پيل کې مشرانو د اسلامي نظام حاکميت د الله تعالی (ج) يو لوی نعمت ياد کړی او ويلي یې دي: د اشغالګرو په مقابل کې د جهاد بريا ته رسېدلو لپاره ټولو افغانانو ځاني او مالي قربانۍ ورکړې چې په پایله کې په هېواد کې يو اسلامي نظام حاکم شو.

همدارنګه، دوی په خپلو خبرو کې، د دولتي ودانیو د بيارغونې، په روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو کمښت د پوره کولو او په ياده ولسوالۍ کې د هغه اوبو بند د جوړولو یادونه هم کړې چې په تېر نظام کې يې سروې ترسره شوې وه.

وروسته، ملا نورالله نوري، په تېر جهاد کې د خلکو قربانۍ او سرښندنې ستايلي او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يې د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پُل ياد کړی دی.

هغه دغه راز، د یادو مشرانو او سپی ږیرو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي، خپله دنده بللې او ژمنه يې کړې چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته