اقتصاد

ملي بانک: کافي فزیکي پیسې په واک کې لرو

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د ملي بانک اداري هيئت نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په کتنه کې و ویل چې دغه بانک کافي فزیکي پیسې په واک کې لري.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دغه هيئت د دغه بانک د ظرفیتونو د رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې ملي بانک کافي فزیکي پیسې په واک کې لري او سوداګر کولای شي په دې لاره کې همکاري وکړي.
د ملي بانک اداري هيئت دغه راز له سوداګرو او بهرنیو بانکونو سره د راکړې ورکړې لپاره خپل تیاری اعلام کړ.
په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ملي بانک له هییت څخه وغوښتل چې د خپلو غوښتنو او خدمتونو په اړه خپله لنډه طرحه له دغه وزارت سره شریکه کړي، چې د هغه له مخې تصمیم ونیول شي او دغه راز خپل ظرفیتونه او خدمتونه د بېلابېلو پروګرامونو په چوکاټ کې شریک کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته