کابل، غبرګولي۷مه، باختر
ملي دفاع وزارت هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې پر سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد برید شوی دی.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپله ټوټیر پاڼه کې ليکلي چې د ملي دفاع پر سرپرست وزیر د بريد ګنګوسې درواغ دي.
نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې په یو شمېر ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د ملي دفاع پر سرپرست وزیر برید شوی دی.
افغانمل