کابل/ د وري٢٩ مه / باختر
ملي دفاع وزارت د پاکستان وروستي بريدونه غيرانساني او ظالمانه وبلل او له اصولي او ديپلوماتيکي لارو یې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.
دملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي رسنيو ته ديو غږيز پيغام په ليږلو سره ويلي دي چې دغه بريدونه په کلکه غندي.
د هغه په خبره هيڅ هېواد بايد دوى باالمثل اقدام ته اړ نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د شنبې په شپه پر خوست او کونړ ولايتونو په هوايي بريدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. مخکې له دې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په يوه پيغام کې ويلي و چې پاکستان دې د افغانانو صبر او زغم نه آزمايي او ورته تېر وتنې دې بیا نه تکراروي.
\ ذ