کابل / د سلواغې ۲۵مه / باختر
ملي دفاع وزارت په پام کې لري چې ۱۵۰ زره نوې اردو جوړه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ویاند او د دغه وزارت د عامه اړیکو رییس عنایت الله خوارزمي نن د باختر آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د دغه شان اردو جوړولو لپاره مسلکي کادرونو ته اړتیا ده او ملي دفاع وزارت په دې برخه کې د پوځي تجربه لرونکو افسرانو د بیا جذب لپاره یو لړ پلانونه او برنامې لري.
خوارزمي زیاته کړه: اسلامي ملي اردو به یو ځانګړی یونیفورم ولري او د دغه یونیفورم د برابرولو په تړاو د ملي دفاع وزارت هڅې روانې دي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت ویاند، د هغو پوځي وسایلو او تجهیزاتو په اړه چې د پخوانۍ ادارې د سقوط په وخت کې له هېواده بهر ته ایستل شوي دي، وویل چې په دې برخه کې د یوشمېر ګاونډیو هېوادونو له مقاماتو سره د افغانستان اسلامي امارت د مقاماتو خبرې روانې دي.
هغه همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون د کړو وړو او فعالیتونو په اړه څرګنده کړه چې تراوسه ۴ زره ۲۰۲ تنه د اسلامي امارت له لیکو ویستل شوي دي او دغه بهیر روان دی.
د یادونې وړ ده چې په پخوانۍ اداره کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر شاوخوا ۳۵۰ زرو ته رسېده چې له دې جملې څخه څه ناڅه ۱۹۰ زره تنه یې اردو جوړاوه.
وهاج