خبرونهامنیت

ملي پولیسو ته د نوي یونیفورم د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه

کابل، غبرګولي۱۸مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو لپاره نوی یونیفورم مشخص او د وېشلو لړۍ يې نن رسما پیل شوه.

د یاد وزارت چارواکو په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل چې د ملي پولیسو نوی یونیفورم د افغانستان د څلورګونو موسمونو هوا او اقلیم ته په کتو سره ډیزاین شوی او له دې وروسته، د یاد وزارت ځواکونه یې په اغوستلو مکلف دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال جلالي وویل چې د ملي پولیسو نوی یونیفورم د یاد وزرات له لورې وړاندیز شوی و، چې د رئيس الوزرا د تائید او د امیرالمومنین له لوري تر منظوری وروسته چمتو شوی، چې سر له نن څخه به يې د ویش لړۍ پیل شي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند ملاعبدالنافع ټکور غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ملي پولیسو د نوي یونفورم د وېش لړۍ يې په لومړي سر کې د کابل او کندهار په ولایتونو کې پیل کړې او وروسته به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځیږي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال ۲۰ زره جوړې یونفورمونه جوړ او تر راتلونکو دوو اونیو پورې به دا شمېره ۱۰۰ زره جوړو ته ورسېږي.

سرچینې همدارنګه وویل چې د نوي یونیفورم د جوړولو قرارداد په کور دننه د یوافغاني شرکت سره شوی، او د تېر نظام د پولیسو د یونیفورم د بيې په نسبت ۷۵ سلنه ارزانه تمامېږي.

ټکور د ښاري نظم او ډسپلین لپاره د پولیسو د یونیفورم مشخص کېدل اړین وبلل او زیاته يې کړه چې دا چاره به د امنیت په لا ښه کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو په یاده غونډه کې ډاډ ورکړ چې د ملي پولیسو د مسلکیتوب او ښه سمبالېدو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې د  هېواد داخلي نظم ګډوډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت ملي پولیسو ته د یونیفورم د وېش لړۍ په داسې حال کې پیل کړه چې تر دې وړاندې ګن شمېر هېوادوالو غوښتنه کړې وه، چې حکومت دې د جنايي پېښو د کمېدو او ښاري نظم د برابرېدو په موخه ژر تر ژر خپل ځواکونه په مشخص یونفورم سبمال کړي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته