خبرونهاقتصاد

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کرنې، اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې همکاري کوي

 کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي رامز الاکبروف د پروان له والي مولوي عبیدالله امین زاده سره په کتنه کې د کرنې، اقتصادي ودې او کار موندنې په برخو کې د پوره همکارۍ ژمنه کړې ده.

ښاغلي اکبروف ویلي چې د سفر موخه یې بزګرانو ته د کرکیلې په برخه کې لازمې لارښوونې ورکول دي. هغه ډاډ ورکړی چې په ټول هېواد کې به له بزګرانو سره مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې، دوی به د کرنې په برخه کې بزګرانو ته پوره زمینه برابره کړي چې هغوی له کرنیزو حاصلاتو څخه په استفادې سره خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

د ملګرو ملتونو استازي ویلي چې له دې وړاندې یې په دغه ولایت کې له ۳۰۰۰ کورنیو سره په کرنیزه برخه کې مرسته کړې؛ خو دا ځل به  له ۳۰۰۰۰ کورنیو سره مرستې وکړي.

په همدې حال کې د یاد ولایت والي مولوي عبید الله امین زاده وویل چې ملګري ملتونه کولای شي چې په بېلا بېلو برخو کې فعالیت تر سره کړي او هرې ولسوالۍ ته له کومې امنیتي ستونزې پرته سفر وکړي.

امین زاده زیاته کړې، چې د پروان خلک له بې کارۍ سر ټکوي، هغه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له استازي غوښتنه کړې چې بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه له اکبروف غوښتي چې له خلکو سره د نغدي مرستو پرځای فابریکې جوړې کړي چې خلکو ته د کار دوامداره زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد رحیم نعماني د ملګرو ملتونو استازي غوښتي چې په دغه ولایت کې بندونه، سړې خونې، د مېوو د پروسس او بسته بندې لپاره فابریکې جوړې کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته