خبرونهفرهنګTOPټولنهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

مور؛ ژوند، مینه او هستي ده

 کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر

پوهان وايي، چې (مور هر څه ده. د غم په وخت کې ډاډګیرنه، د ستونزو  په وخت کې هیله او د کمزورتیا په وخت کې پیاوړتیا.

مور د مینې، مهربانۍ، خواخوږۍ او بښنې سرچینه ده. هر هغه څوک چې د مور له نعمت څخه بې برخې شي په حقیقت کې هغه سپېڅلی روح له لاسه ورکوي، چې تل دوی  ته دعا کوي او د دوی ساتونکی وي.)

د باختر اژانس مبصر ليکي؛ د افغانستان په کليزه کې د غبرګولي ٢٤مه د مور د ورځې په نامه نومول شوې چې د دغه ارزښتناک الهي نعمت درناوى وکړل شي.

” مورله ميني اوصفا ډک موجود دى، هغه ملکوتي فضليت چې د قدس له عالم څخه  د خاکي انسان په وجود کې ځليدلى دى.”  د مور د ژوند حقيقت مينه کول، دوستي او سرښندنه ده، اسلام  د زرګونو ښکلو معنوي ارزښتونو په معرفي کولو سره  د مور مقام ډير لوړ بللى دى او د هغې د مقام درناوی يې کړى دی.

هغه حقوق چې اسلام ميندو ته ورکړى دى د نورو له حقوقو ډير زيات دي؛ ځکه مور د انسان ښوونکې او په حقيقت کې د ټولنې روزونکې ده. په قران عظيم الشان کې څو څو ځلې د مور يادونه شوې ده. الله ج  د خپل کتاب په يو شمير ايتونو کې د مور د عظمت او ستروالي يادونه کړې ده او د هغې د مقام ستاينه یې کړې ده  او خپلو بنده ګانو ته يې امر کړی چې له خپلو والدینو سره نیکي وکړي.

دغه څرګندونې د دې ښکاروندى دي چې اسلام  کورني او د بشر ټولنيزو اړيکو ته په ارزښت قايل دى او مور يې  د کورنۍ او ټولنې د معمارې په توګه بللې ده؛ نو پر موږ لازمه ده چې  د دغې الهي ډالۍ درناوى وکړو.

له بله پلوه د مور د ورځې فلسفه نه شو کولاى  په ټولنه او کورني ماحول کې په يوه محدوده کړۍ کې ځاى کړو.

زرګونه نورې ميندې زموږ په ټولنه او هېواد کې  په زياتې سختې سره  ژوند کوي، ډيرې ميندې شته چې په بيوزلۍ او نادارۍ کې خپل يتيمان روزي، داسې ميندې شته چې  د ژوند د سختيو او ناداريو  پر وړاندې  سخت کارونه ترسره کوي او هلې ځلي کوي چې خپل ماشومان ژوندي وساتي، په افغانستان کې د ميندو ستونزې  يو يا دوه نه دي  زياتې ستونزې شته چې هغوى ځوروي.  دغه راز  د خلکو تر څنګ  د نظام مسوولينو ته اړینه ده چې  هغه ستونزې چې افغان ميندې او ميرمنې ورسره مخ دي وڅېړي.

له شک پرته چې د ميندو او د الله د بندګانو خدمت کولو باندې خالق خوښېږي او هغه کسان چې د يو مسلمان ستونزې حلوي او د الله تعالی له رضا پرته بل کوم نيت نه لري، الله به ستر اجر ورکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته