خبرونهسیاستTOP

مولوي امیرخان متقي د امریکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادولو په اړه خبرې کړي

کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وست سره وکتل او د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د خلاصون په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) استازو او د دغه هېواد یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم شتون درلود.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي ټام وست وويل، چې په بهرنيو بانکونو کې دافغانستان  د کنګل شويو پيسو د خلاصون په اړه يې د عدليې وزارت له مسوولينو او د امريکا د قانون جوړوونکو له غړو سره خبرې کړې دي.

له بلې خوا په دې کتنه کې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، د بديل معيشت او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وشوه. دواړو لورو خبرې اترې مثبتې وارزولې  او د دوه اړخیزو ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له بریا وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د مرکزي بانک ۹،۵ میلیارده ډالره پیسې چې د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي، بندې کړې دي.

د امریکا او ځینو اروپایی هېوادونو له هغه وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن یو داسې پلان لاسلیک کړ چې له مخې یې د دغو شتمنیو یوه برخه د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو لپاره ځانګړې کېږي او بله برخه یې په افغانستان کې د بشري چارو لپاره کارول کېږي. خو د دې پرېکړې پر وړاندې د افغان حکومت او نړیوالو سازمانونو اعتراضونه د دې لامل شول چې یاد شوی پلان عملي نه شي. اوس د امریکا حکومت وايي چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د خلاصون لپاره پر یوه میکانیزم کار کوي چې دغه پیسې آزادې شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته