سیاستخبرونهTOP

مولوي امیر خان متقي: په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پرمختګونه دې په واقعي ډول نړۍ ته ورسول شي

 کابل ، د ثور ۲۷مه ، باختر

د بهرنیو چارو سر‍پرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړې استازې ډیبورا لاینز سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بهرنیو چاروز وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې آغلې لاینز د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او د ګڼو پرمختګونو او موضوعاتو د څېړلو یادونه یې وکړه.

هغې وویل چې هېڅوک په افغانستان کې د جنګ او جنګي ډلو ملاتړي نه دي او نه یې هم د افغانستان په ګټه بولي.

لاینز زیاته یې کړه چې په افغانستان کې شته واقعیتونه او پرمختګونه باید نړیوالو ته ورسیږي.

په همدې حال کې، د بهرنیو چارو سر‍پرست وزیر له مېرمن لاینز څخه د هغه څه له امله مننه وکړه چې په ناسته کې یې ورسره شریک کړل او په افغانستان کې یې د وروستیو رامنځته شویو مسائلو په اړه معلومات ورکړل چې د حجاب او نشه یي توکو د فرمانونو او تصفیوي عملیاتو اړوند وضاحتونه هم پکې شامل وو.

متقي، ډیبورالاینز ته یادونه وکړه چې ملګرو ملتو سازمان او نړۍ ته د افغانستان په اړه حقایق لکه امنیت، د فساد او اختلاس مخنیوی، د داعش او نشه یي توکو له منځه وړل په جدي او واقعي ډول سره ورسوي.

مېرمن لاینز څرګنده کړه: د افغانستان د هر اړخیز پرمتخګ لپاره به ګډې هڅې کوو او د یوه مېکانیزم له لارې به راتلونکي مسائل مخته وړو.

د کتنې په پای کې د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې او په چارو کې د همکارۍ او همغږۍ هوکړې وشوې.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته