خبرونهفرهنګTOP

مولوي سعدالدین سعید: د جام منار د ساتنې او ټینګښت په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو ټینګاروکړ

کابل / د سلواغی / ۷ / باختر

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعین مولوي سعدالدین سعید نن په کابل کې د یونسکوسازمان له مسوول سره په غونډه کې د جام منار د ساتنې او ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د تاریخي آبداتو او لرغونپوهنې د ساتنې رییسان او دغه راز د یونسکود فرهنګي څانګې مسوول شتون درلود ، د غور جام منار ته د سیلاونو د خطرد مخنیوي او د جام سیند د پاکولو په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو خبرې اترې وشوې.

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزات  د استازو هيئت ته دنډه وسپارل شوه چې ډیرژرپه غور کې د جام منار ساحې له نږدې وګوري او له څېړنې وروسته دغه هیئت د منار د ساتنې او ټیګښت په خاطرعملي اقدامات ترسره کړي.

په همدې ترتیب د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعیین د هېواد د لرغونې آثار، فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو په تېره بیا هغوآبدو چې په خطرکې دي  د ساتنې د ټینګښت په موخه د دغه وزارت د پاملرنې او هلوځلوډاډ ورکړ.

وروسته د یونسکوسازمان مسوول د افغانستان د تاریخي آبدو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په زمینه کې د دغه سازمان د زیاتوهمکاریو لپاره چمتوالی څرګند کړ.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته