کابل ، د غبرګولي ۱۷مه ، باختر
د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتوت له خوا د انټرکانټیننټال دولتي شرکت ۷۰ کارکوونکو ته د یوې اوونۍ ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد.
باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ورکشاپ د برخه والو په فراغت غونډه کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي سعدالدین سعید ویلي دي چې هوټلدارۍ د افغاني میلمه پالنې اصلي هنداره ده.
هغه ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې کوي د هوټلدارۍ د ظرفیت لوړونې په برخه کې له دولتي او خصوصي هوټلونو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د انټرکانټیننټال دولتي شرکت رئیس مولوي عبدالصمد تایب د دغه ورکشاپ د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوسمهال په دغه هوټل کې کورنیو او بهرنیو میلمنو ته معیاري خدمتونه وړاندې کېږي او د دغه شان پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د کابل انټرکانټیننټال دولتي هوټل ۵۳ کاله لرغونتیا لري او په کې کورنیو او بهرنیو میلمنو ته په وخت او معیاري ډول خدمتونه وړاندې کېږي.
ختم