– کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د قندهار پوهنتون له
چارواکو سره وکتل او د هېواد له تعليمي او تحصيلي بنسټونو سره د دغه وزارت
د پاملرنې ډاډ ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د قندهار پوهنتون مشرتابه هم حضور درلود، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل: اسلامي امارت د هیواد د تعليمي او تحصيلي بنسټونو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه: موږ ټول باید لاسونه سره یو کړو او د هېواد ځوان نسل ته د اسلامي اصولو او احکامو په و زده کولو او له علمي علومو په استفادې سره خپلو خلکو ته د ژوند ښه زمینه او آسانتیاوې برابرې کړو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې دغه وزارت د هېواد علمي کارکوونکو ته ځانګړی درناوی لري او د علمي کارکوونکو د جذب لپاره ثابت معیارونه لري.
وروسته د قندهار پوهنتون رئيس پوهاند محمد زکريا امير زاده د دغه تحصيلي بنسټ يو لړ ستونزې او وړانديزونه بيان کړل او د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه يې د دغو ستونزو د حل په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د قندهار پوهنتون د مسوولینو ستونزو او وړاندیزونو ته د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره د رسيدګۍ ډاډ ورکړ.
\ ذ