خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني د اسلامي همکاريو له سازمان څخه وغوښتل چې د هېواد له لوړو زده کړو سره همکاري وکړي

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني نن د اسلامي همکاريو د سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د دغه سازمان پر همکاريو ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وویل: هر هېواد چې د خپلو چارو د پرمخ بيولو په خاطر ځانګړي ديني او ملي ارزښتونه لري چې د دغو ارزښتونو په رڼا کې  د خپل هېواد چارې تنظيموي.

هغه د اسلامي همکاريو سازمان له پلاوي څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي حقاني له دغه پلاوي څخه وغوښتل، چې په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د جوړولو بهير او د افغان نړيوال پوهنتون د اکمالولو د ګړندي کولو په برخه کې زياته پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه چې افغانستان نوى د څو لسيزو جګړو له ستونزو وتلى او د نړيوالو سازمانونو او هېوادونو په تېره بيا د اسلامي همکاريو د سازمان مرستو ته  اړتيا لري.

وروسته د اسلامي همکاريو سازمان د پلاوي رئيس ډاکتر قطب مصطفی سانو په خپلو خبرو کې وويل، موږ چې کله په افغانستان کې د تعليم او زده کړې بهير له نږدي وکوت موږ ته ثابته شوه چې له افغانستان څخه د رسنيو تبليغات حقيقت نه لري.

هغه دغه راز وويل، چې د اسلامي همکاريو سازمان به د افغانستان د تحصيلي نظام ملاتړ وکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته