خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني: د لوړو زده کړو د معياري کولو لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو همکاريو ته اړتيا ده

کابل، د چنګاښ ٨ مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د بنګله دېش”  د ښځو لپاره د اسيايي پوهنتون”  له رييس سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې د لوړو زده کړو  د معياري کولو او د نړيوالو ستندردونو د تطبيقولو لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو همکاريو ته اړتيا ده.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې  د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې کتنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړيکو ته په اشارې سره وويل؛ چې افغانستان او بنګله دېش ګډ ديني او فرهنګي ارزښتونه لري او په سختو شرايطو کې د يو اوبل مرستو ته  دانګلي دي.

هغه په هېواد کې د تحصيلي بهير په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وويل چې اوس د افغانستان په تحصيلي بنسټونو کې لوست په نورمال ډول دوام لري، خو د لوړو زده کړو د معياري کولو او د نړيوالو ستندردونو د تطبيق لپاره د نړۍ هېوادونو په تېره بيا  د ګاونډيو او د سيمې هېوادونو همکاريو ته اړتيا ده.

دغه راز په دې کتنه کې د بنګله دېش “دښځو لپاره د اسيايي پوهنتون” رييس ډاکټرکمال په خپلو خبرو کې ددغه پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پوهنتون  يوازې د نجونو لپاره دى، چې يوازې محصلانې پکي پر زده کړو بوختې دي، هغه په افغانستان کې د تحصيلي سيستم د پياوړتيا په لاره کې تيارى څرګند کړ او ډاډ يې ورکړ چې په بېلابېلو څانګو کې به افغان نجونو محصلانو ته ٦ سوه تحصيلي بورسونه ورکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته